دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 196712
امریکايي سناتور ټام کاټون په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو له لوري په تشو ژمنو او خبرو سوله نه راځي بلکې دغه ډله دې په عمل کې له تشدد او تاوتریخوالي لاس واخلي.
 دده په خبره دا یو حقیقت دی چې امریکا غواړي طالبان د یوه سیاسي جهت په توګه په افغانستان کې فعالیت پيل کړي او له جګړو لاس واخلي،
خو دغه ډلې ته هم په کار ده چې د تشو ژمنو او خبرو پر ځای عملا سولې ته خپله ژمنتیا ثابته کړي. 
دده په وینا طالبان باید د افغانستان حکومت ته درناوی وکړي، قوانین ومني، له ترهګرو ډلو سره اړیکه پرېکړي او له جګړو لاس واخلي.
 ټام دغه راز زیاته کړې چې امریکایي حکومت دې هم په وړو وړو ژمنو طالبانو ته لوی امتیازات نه ورکوي او ښه به وي د افغانستان د سولې خبرې د جګړې په کمولو او تاوتریخوالي ختمولو کې مثبت اغېز ولري.
https://avapress.com/vdcb80b85rhb9zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته