دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 196717
ننګرهار کې د داعش ۱۱ وسله وال وژل سوي او لسګونه نور تسلیم سوي
د ملي دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې د داعش ۱۱ وسله وال په هوايي بريد کې وژل سوي، بلخوا ځايي چارواکي وايي، لسګونه داعشي وسله وال له ښځو او ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم سوي دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا د لېندۍ په ٩مه په يوه خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې په یوه هوايي بريد کې د داعش ډلې ١١ وسله وال وژل سوي دي.
خو دغه وزارت په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
بلخوا په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال اته داعشي وسله وال له وسلو او مهماتو سره نيول سوي دي.
دغه راز سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې ٣١ نور داعشي وسله وال له ٦٢ ښـځو او ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم سوي دي.
د ملي دفاع وزارت هم ويلي چې د اچين په وروستيو عملياتو کې لسګونه نور داعشيان دولتي ځواکونو ته تسليم سوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د يادو پېښو د تاييد ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل چې په تېرو څو اوونيو کې په اچين ولسوالۍ کې تر زرو زيات داعشيان چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، دولتي ځواکونو ته تسليم سوي دي.
https://avapress.com/vdcgq39quak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته