دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۵
د مطلب کود : 196720
د پکتیا امنیتي مسوولین وايي، چې تېره شپه د احمدابا ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي برید کې ۶وسله وال وژل شوي.
د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند سردارولي تبسم مشال وویل، چې وسله والو غوښتل د یادې سیمې له لارې په یو کرولا موټر کې وسلې بلې سیمې ته یوسي، چې هوايي برید ورباندې شوی دی.
نوموړی زیاتوي، په دې برید کې پنځه وسله وال وژل شوي او وسلې يې هم له منځه تللي دي.
د چارواکو په وینا وړمه شپه د سیدکرم ولسوالۍ د کوسین په سیمه کې هم د افغان ځانګړو ځواکونو په هوايي برید کې ۴ وسلوال مخالفین وژل شوي وو.
https://avapress.com/vdcauin6w49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته