دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 196722
که ټاکنو کمیسیون د نوماندانو قناعت ترلاسه نه کړی هیواد بحران لوری ته ځی
ټاکنو کمیسیون وایی: موږ د هیچا فشار لاندی نه یو، خپل تعهداتو باندی ولاړ یو او هیڅوک ته اجازه نه ورکوو چی ددی کمیسیون په چارو کې مداخله وکړی. سیاسی پوهان وایی چی که ټاکنو کمیسیون د نوماندانو قناعت ترلاسه نه کړی نو هیواد به بحران لوری ته لاړ شی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: د سیاسی پوهانو دا اظهارات په داسی حال کې مطرح کیږی چی ثبات او همپالنې ټیم د داکتر عبدالله عبدالله په مشری ویلی دی چی ټاکنو کمیسیون د یو ټاکنیز ټیم په امر کار کوی، استقلال یی تر پوښتنې لاندی تللی دی او کار نتیجه یی مشروعیت نه لری، که ټاکنو کمیسیون خپل قانونی لاری ته ونه ګرځی، ددی کار نتیجه به د کمیسیون د هغو کسانو په غاړه وی چی کمیسیون د قانون خلاف لاری ته هڅولي.
په همدی حال کې ټاکنو کمیسیون وایی چی موږ د هیچا تر فشار لاندی نه یو.
ټاکنو کمیسیون وایی چی ددی کمیسیون لپاره هغه رایی معتبره دی چی د بایومتریک په اساس وی او همدارنګه د معتبر او غیری معتبر رایو تثبیت د قانون په اساس او لوایحو په اساس صورت نیسی.
فواد احمد سیاسی پوه په دی اړه افغان غږ خبری آژانس ته وویل: کمیسیون نه دی توانیدلی چی ټاکنې صحیح توګه مدیریت کړی او په همدی اساس ټاکنو نتایجو اعلان د ټاکنو کمیسیون لاس څخه وتلی دی.
هغه وویل چی که ټاکنو کمیسیون د نوماندانو باور ترلاسه نه کړی نو هر نتیجه چی د کمیسیون له لوری اعلان کیږی د اکثرو خلګو قبول وړ به نه وی.
په همدی حال کې د افغانستان عادلانه او آزاد ټاکنو موسسه(فیفا) وایی چی ولسمشریز ټاکنو پروسه د مدیریتی او تخنیکی جدی چالشونو سره مخ دی چی کولای شی ټاکنې پروسه بحران سره مخ کړی.
 
https://avapress.com/vdccieqsi2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته