دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 196723
"د کابل اقتصادي پروژو د پلي کېدو په هدف تړون لاسلیک شو"
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په هدف یو د کابل ولایت له سیمه ییزې ادارې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې خونې ویاند جان آقا نوید د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ددې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به، خصوصي سکټور د کابل ولایت د مهمو اقتصادي پروژو په پلي کېدلو کې برخه ولري.
هغه زیاته کړه: "په دغو پروژو کې مهمې پروژې لکه د سړکونو جوړول، د ودانیو جوړولو او دغه شان د پلونو او پارکونو جوړول شامل دي."
د ښاغلي نوید په خبره، په روان لمریز کال کې په کابل ولایت کې د شاخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي چې، لګښت یې د سیمه ییزې ادارې له بودجې څخه ورکول کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایع خونې ویاند دغه شان وايي چې، د دې هوکړه لیک په پلي کېدلو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdx90fsyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته