کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د کابل اقتصادي پروژو د پلي کېدو په هدف تړون لاسلیک شو"

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 قوس 1398 ساعت 12:53

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا په هدف یو د کابل ولایت له سیمه ییزې ادارې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.



د دې خونې ویاند جان آقا نوید د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ددې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره به، خصوصي سکټور د کابل ولایت د مهمو اقتصادي پروژو په پلي کېدلو کې برخه ولري.
هغه زیاته کړه: "په دغو پروژو کې مهمې پروژې لکه د سړکونو جوړول، د ودانیو جوړولو او دغه شان د پلونو او پارکونو جوړول شامل دي."
د ښاغلي نوید په خبره، په روان لمریز کال کې په کابل ولایت کې د شاخوا دوه میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي چې، لګښت یې د سیمه ییزې ادارې له بودجې څخه ورکول کېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایع خونې ویاند دغه شان وايي چې، د دې هوکړه لیک په پلي کېدلو سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
 


د مطلب کود: 196723

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196723/د-کابل-اقتصادي-پروژو-پلي-کېدو-په-هدف-تړون-لاسلیک-شو

آوا
  https://www.avapress.com