دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 196726
یو سری د خپل خسرګڼۍ درې غړي یې ووژل
هرات کې یو کس خپله مېرمن، خواښې او اوښی ( د ښځې ورور ) یې وژلي دي
د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي، د هرات اتمه امنیتي حوزه کې یو کس د خپل سخرګڼې د خپلې مېرمنې په ګدون درې کسان د چړې په وسیله وژلي دي.
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یاد کس د جړم له کولو وروسته په تېښته بریالی شوی وو، خو د پولیسو لخوا د دغه ولایت د یوولسیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ونیول شو.
پولیس وايي، چې یاد کس د خپل دغه کار لامل اقتصادي ستونزې یادې کړي دي.
دغه پېښه دوه ورځې مخکې د پنجشنبې په  ورځ د لیندۍ میاشتې په ۷ مه نېته شوې ده.
https://avapress.com/vdcgx39q3ak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته