دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 196727
د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان کې ځنډ، اروپايي ټولنه اندېښمنه کړې
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو ځنډ د اندېښنې وړ بللی دی.

پیري مایډن وايي، نړیواله ټولنه دې ته په تمه ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسشمریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ورځ تر بلې ځنډ رامنځته کېدل په افغانستان کې ولسواکۍ ته لا زیاتې ستونزې جوړوي.
په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پر هغه څه چې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په اعلان کې یې ځنډ بولي نېوکه کوي.
کابل کې د اروپا سفیر پیری مایډون سفیر په دې اړه وايي:«هره ورځ چې د ټاکنو د پایلو له اعلان پرته تېرېږي په افغانستان کې د دموکراسۍ لپاره یوه ننګونه ده. له همدې امله هغه نوماندان چې پر وروستیو پایلې نه بلکې په لومړنیو هغو اعتراض لري؛ کولای شي خپلې ادعاوې مستندې کړي او له قانوني او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون له لارې خپلې ادعاوې تعقیب کړي» 
خو د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وايي چې ټاکنیزې ډلې اجازه نه ورکوي چې باطلې رایې بیاوشمېرل شي او اعتبار ورکړل شي.
 ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند شهاب حکیمي څرګندوي:«اروپايي ټولنه غواړي چې جنجال بیا زیات شي، غواړي چې د دغو ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي. موږ هېڅکله دا د دې لپاره نه منو چې باطل پر باطل وضعیت خراب کړي.»
بل خوا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو کمېسیون د پرېکړو پر سر د دغه کمېسیون د غړو تر منځ اختلافونه او د ټاکنیزو تګلارو په عملي کولو کې د هغوی تر منځ نه همغږي اندېښمنوونکې بولي.
د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرایه رییس یوسف رشید وویل:«دوی له بده مرغه سلیقه یي او یا هم د اداري چلند پر بنسټ لیدلوری لري او دا څيز کولای شي چې د ټاکنو راتلوونکی خراب کړي.»
تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو د محمد عبدالله د دغه نظر له څرګندونو وروسته غونډه د اعتراض په توګه پرېښوده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړی محمدعبدالله څرګنده کړه:«...باید وپوښتل شي! هغه ۲۵ قطعې فورمونه چې کاپیسا ته تللي دي باید وپوښتل شي، ولې تللي دي؟ په کوم دلیل؟ کمېشنر خبر نه لري چې کمزورتیا د هغه ده. زه خو خبر یم، زه باید د دې پوښتنه وکړم.»  
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی حنیف دانشیار وویل:«که چېرې زه په یوازې او کسيزه توګه له دغه دریځه خپل نظر بیان کړم او بل کمېشنر هم له دغه دریځه خپل شخصي نظر څرګند کړي دا د خلکو لپاره د پوهې له پلوه ستونزه رامنځته کوي.»
خو د ټاکنیزو تګلارو په پلې کولو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د غړو له لوري دغه راز اختلافونه بې مخینې نه دي.
 
https://avapress.com/vdchi-nzq23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته