دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۰
د مطلب کود : 196731
میا افتخار حسین:پاکستان دې افغانستان سره ښې اړیکې لومړیتوب وګرځوي
د پاکستان د ملي عوامي ګوند  مشر میا افتخار حسین ویلي چې د پاکستان ددایمي پرمختګ لپاره له افغانستان سره ښې اړیکې مهمې دي.
 دده په وینا د پاکستان حکومت ته په کار ده چې له افغانستان سره ښې اړیکې لرل خپل لومړیتوب وبولي او په دې برخه کې اړین ګامونه پورته کړي. 
نوموړي پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان اقدامات هم غندلي دي او په وینا یې په دې سیمه کې باید سختۍ ختمې کړل سي او پر خلکو دې قیودات نه لګول کېږي. 
افتخار حسین د عمران خان پر دې پرېکړه نیوکه کړې چې هندي زیارت کوونکو ته یې له ویزې پرته د تګ راتګ اجازه ورکړې خو ډیورنډ فرضي کرښه باندې یې بیا سختۍ او قیودات ډېر کړي دي.
https://avapress.com/vdcc1eqss2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته