دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
د مطلب کود : 196732
د کابل پل خشتي جومات بیا ورغول شو
د کابل ښار د پل خشتي جومات د بیارغولو کار پرون، د نومبر په ۲۹مه ، بشپړ شو.
په دې اړه په مراسمو کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې دا جومات په کابل کې له مهمو تاریخي ځایونو دی چې د نظافت او ساتنې به پرخه کې باید ټول همکاري وکړي.
محمد اشرف غني وویل: “له خد ایه توفیق غواړو چې ۳۷۷ جوماتونه چې په ولسوالیو کې جوړېږي، بشپړ شي، په ۲۶ ولایتونو کې چې جامع جوماتونه نه و، جامع جوماتونه د بشپړېدو په حال کې دي.”
د پل خشتي د جامع د بیارغونې کار د ۲۰۱۷ میلادي کال په ډېسمبر کې پېل شوی و.
د افغانستان حکومت ویلي و چې د بیارغونې لپاره یې ۱۱۷ میلونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې وه.
https://avapress.com/vdcds90fxyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته