کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیګار: د پوهنې وزارت د سولې او خوړو پروګرام کې فساد شوی

9 قوس 1398 ساعت 14:08


د افغانستان په بیا رغونه د څار اداره یا سیګار وايي، له ۲۰۱۰ کال راهیسې د غذا او سولې د پروګرام لپاره ځانګړې شويو نږدې ۶۰۰ میلونه ډالرو کې فساد شوی دی.
سیګار په خپل نوي راپور کې ویلي، امریکا د پوهنې وزارت لپاره په دغه پروګرام بیرته څارنه نه ده کړې چې له کبله یې میلیونونه ډالر شخصي جیبونو ته تللي دي.
سیګار وايي، د حیف و میل شویو پيسو په اړه دقیق معلومات نه شته، خو دومره یې معلومه کړې ده چې لوی شمېر اړمن کسان له دغه پروګرام څخه بې برخې پاتې شوي دي.
په راپور کې همدا راز راغلي چې د پوهنې وزارت یوشمیر کارکوونکو هغه خوراکي توکي چې باید د ښوونځیو زدکوونکو ته ورکړي وایي په بازارونو کې پلورلي دي.
بلخوا د پوهنې وزارت دا خبر تاند ته رد کړ او زیاته یې کړه چې دوی خپل پروګرامونه په دقیق ډول عملي کړي او راپورونه یې له مرستندویانو سره شریک کړي دي.


د مطلب کود: 196733

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196733/سیګار-د-پوهنې-وزارت-سولې-او-خوړو-پروګرام-کې-فساد-شوی

آوا
  https://www.avapress.com