دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 196740
جرمني له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې
جرمني له طالبانو غوښتي چې سولې ته د لېوالتيا ښودلو په موخه تاوتريخوالی کم او اوربند اعلان کړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند، رینربرولويلي چې برلين په افغاستان کې ټولشموله او تلپاتې سوله غواړي او په همدې موخه په دې برخه کې د امريکا د هڅو ملاتړ کوي.
جرمني د امريکايانو او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د بيا پيل کېدلو هرکلی کړی دی.

همدې وخت کې بيا يوه امريکايې سناتور، تام کتون ويلې چې د نړۍ په کچه د ترهګرو ټول تمرکز پر افغانستان دی او په وينا يې تر څو چې طالبان د مذاکراتو په برخه کې جديت ونه ښيې، په دې هيواد کې سوله ناممکنه ده.
نوموړي ويلې چې طالبان بايد عملآ تاوتريخوالی کم، اوربند اعلان او د القاعدې ډلې په شمول له نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو له پريکولو سره سره بايد افغان دولت په رسميت وپېژني.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ورمه ورځ د افغانستان په بګرام کې خپلو پوځیانو ته د وینا پرمهال وویل طالبانو سره د تړون په هڅه کې دي او طالبانو هم د اوربند ټینګیدو ته لیوالتیا ښودلې ده.
طالبانو د ټرمپ د دغه وینا په ځواب کې ویلي دوی چمتو دي چې د هوکړې تر لاسلیک کیدو وروسته امریکایانو سره اوربند وکړي، خو د افغان ځواکونو سره به جګړه جاري ساتي.
https://avapress.com/vdcc0eqsx2bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته