د بلخ ولایت په چهاربلوک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو په نښته کې د چمتال ولسوالۍ لپاره دطالبانو تش په نوم ولسوال له خپلو دوه ملګروسره یوځای ووژل شو.
چارواکي وايي، چې په یاده نښته کې له طالب وسلوالو څخه یو شمیرسپکې او درنې وسلې هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي، دوي زیاتوي چې په یاده جګړه کې افغان ځواکونوته کوم زیان نه دی اوښتی.