دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 196753
د کابل حکومت په پام کې لري، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت ریاست کلنۍ بودیجه کمه کړي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو طلوع نیوز ته ویلي « د امنیتي بنسټونو په بودیجه کې د ډېرې اندېښنې وړ کموالی نه دی راغلی، یوازې غیر اړین مصارف کم شوي.»
بل لور ته د دفاع وزارت ویاند «روح الله احمدزی» بیا د بودیجې کمښت ته اندېښمن دی او په خبره یې «دفاع وزارت تېر کال غیر ضروري مصارف کم کړي او له همدې اړخه یې درې میلیارده افغانۍ بسپنه کړې اوس که بودیجه نوره هم کمه شي، دفاع وزارت به له ستونزو سره مخ شي.»
یاده دې وي، چې روان مالي کال «۱۳۹۸»  حکومت د دفاع وزارت لپاره ۸۱.۴۵  د کورنیو چارو وزارت لپاره ۵۴.۲۳ او د ملي امنیت ریاست لپاره ۱۹.۵۹ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې؛ خو د راتلونکي مالي کال «۱۳۹۹» لپاره  بیا په ترتیب سره یادو وزارتونو ته ۷۸.۸۵ – ۵۴.۸۸ او ۱۸.۲۱ میلیارده افغانۍپه پام کې نیول شوې.
حکومت داسې مهال د امنیتي بنسټونو بودیجه کموي، چې طالبان تر بل هر وخت زیات فعال دي او د هیواد زیاته برخه په لاس کې لري.
د شنونکو په باور، د بودیجې کمښت به د امنیتي ځواکونو په روحیه او د هغوی د لیکو په نظم او ضبط منفي اغېز وکړي.
د ولسي جرګې غړی «قیوم سجادي» وايي، تر هغه مهاله، چې د افغانستان په جګړه ییز وضعیت او د امنیتي بنسټونو په رهبري او مدیریت کې جدي تغیر رامنځته نشي، د بودیجې کموالۍ به نورې ستونزې هم وزيږوي.
د ولسي جرګې یو بل تن غړی «عارف رحماني» هم په ورته نظر دی، د نوموړي په قول، د افغانستان اوسني حالت ته په کتو باید د امنیتي بنسټونو د بودیجې د کموالي مخه ونیول شي.
https://avapress.com/vdcgn39qwak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته