دخپریدو نیټه :شنبه ۹ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 196775
قادري: افغانستان د هند په لوی سوداګریز ملګري بدل شوی دی
د هندوستان لپاره د افغانستان ځانګړی استازی طاهر قادري وايي، افغانستان اوس له هند څخه د یو مرسته اخیستونکي له حالته راوتلی او دواړه هېوادونه سوداګریزې راکړې ورکړې ته ننوتي دي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه یوه مقاله خپله کړې ده چې په کې راغلي، افغانستان له هنده نورې مرستې نه اخلي بلکې دواړه هېوادونه به سوداګریزه همکاري مخته بیايي.
د ښاغلي قادري په خبره افغانستان پر خپلو مرستندویانو تکیه کمه کړې او اوس کولی شي د سیمې د سوداګریزې ودې په برخه کې یو مهم رول ولوبوي: (( افغانستان نور په وچه کې ایسار هیواد  نه دی بلکې د چهابهار او منځنۍ اسیا له لارې د شرق او غرب د تړلو په نقطه بدل شوی دی.))
 نوموړي ویلي افغانستان په هند کې د سوداګریزو نندارتونونو جوړولو له کبله خورا اقتصادي وده کړې او په ۲۰۱۸ کال کې یې له هندي شرکتونو سره د کرنې په برخه کې د ۲۷ میلیونه او له سوداګرو سره یې له ۲۱۴ میلیونه ډالرو څخه زیات تړونونه لاسلیک کړي دي: (( همدا اوس په ۱۴ ورځني هندي نړیوال سوداګریز نندارتون کې هم موږ ته معلومه شوه چې د قیمتي ډبرو، تازه او وچو میوو، دودیزو کالیو او ۲۱ برخو کې افغانستان ښه بازار پیدا کولی شي.))
 د ښاغلي قادري په وینا هند اوس د افغانستان په لوی سوداګریز شریک بدل شوی دی او افغان سوداګرو ته یې پراخ فرصتونه برابر کړي دي.
 دا په داسې حال کې ده چې هند د افغانستان د مرستندویانو په ډله کې مهم هېواد بلل کېږي چې تر دې دمه یې د لویو زیربنايي پروژو د تطبیق تر څنګ له افغانستان سره ۳ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
https://avapress.com/vdca0in6m49no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته