د مالیې د وزارت مسوولین د اسلامي بیمې د معرفي کولو په لومړي کنفرانس کې وویل، د دغې بیمې طرحه جوړه او د مالېې وزارت لیږل شوې ده . د مالیې وزارت د بیمې عمومي ریاست د اسلامي بیمې د معرفي کولو لومړی کنفرانس د شنبې په ورځ په کابل کې جوړکړ.
د دغه وزارت مسوولین وايي، د دیني حساسیتونو له امله خلک بیمې ته لږ پام کوي او د اسلامي بیمې یا تکافل د لارو د دودولو غوښتونکي دي. د مالیې وزارت مسوولین وايي، د اسلامي بیمې قانون او قانوني چوکاټ یې د اسلامي پراختیايي بانک په مالي مرسته جوړ کړی او دا چې دغه طرحه په قانون بدله شي، عدلیې وزارت ته لیږلې ده. دا په داسې حال کې ده چې د بیمې د شرکتونو د فعالیتونو لپاره پخوا هم قانون موجود و. د حقوقي چارو پوه کبیر رنجبر ته وویل: “مونږ نه شو کولی دوه قانونه ولرو، په هر مورد کې که سیاسي ، ټولنیز، اقتصادی او امنیتي وي، کولی شو هر یوه ته یوازې یو قانون ولرو.” ښاغلی رنجنبر وايي، اړوند بنسټونه باید یوازې پر یوه قانون او د هغه اغیز کار وکړي. په ورته وخت کې دماليې وزارت مسوولین وايي، اسلامي بیمې په ۲۲ هېوادونو کې رسمیت موندلی او د دینې حساسیتونو له امله دغه صنعت په اسلامي هېوادونو کې ښه اغیز کړی دی.