دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 196833
ولایتي شورا: د فراه، پشت کوه ولسوالي له ۳ میاشتو راهیسې محاصره ده
د فراه ولایتي شورا وايي، د دې ولایت پشت کوه ولسوالي او په کې مېشت ۱۰۰ افغان سرتېري له دریو میاشتو راهیسې د طالبانو لخوا محاصره دي.
د فراه ولایتي شورا غړی همایون شهید زاده وايي، امنیتي ځواکونه چې پولیس، پوځیان او محلي پولیس په کې دې غذايي مواد نه لري او د طالبانو محاصره هم پرې ورځ تر بلې په تنګېدو ده.
د فراه د ولایتي شورا بل غړی دادالله قانع هم وايي، چې له پشت کوه ولسوالۍ څخه په ساړه ژمي کې سلګونه کورنۍ راوتلي او د ژوند هیڅ ډول اسانتیاوې نه لري.
بلخوا د فراه د والي مرستیال مسعود بختاور هم په پشت کوه ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو د طالبانو فشار مني، خو دا نه مني چې امنیتي سرتېري به هلته محاصره شوي وي.
نوموړی وايي، نه یوازې په پشت کوه بلکې نورو سیمو کې به یې هم ژر تر ژره عملیات پيل شي.
پشت کوه له ایران سره نږدې پرته ولسوالي ده او شاوخوا ولسوالیو کې يې طالبان حاکم دي.
https://avapress.com/vdcfmvdymw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته