دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۷
د مطلب کود : 196838
د هوا سړیدو سره د یو کیلوګرام lpgګازو بیه ۲۰ افغانۍ لوړه شوې
د کابل یو شمیر اوسیدونکي د ژمي موسم په را رسیدو سره د سون توکو بیو له لوړیدو سر ټکوي. په وروستیو دوو اونیو کې د ګازو د یو ګیلوګرام بیه ۲۰ افغانۍ اوچته شوې ده.
د بیې دغه لوړوالی هغو کسانو ته چې د سون توکو د اخیستلو توان نه لري، ډیرې ستونزې زیږوي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه د ګازو بیې د لوړیدو علت، له ترکمنستانه د ګازو د وارداتو کمیدل بولي.
دغه بنسټ وایي هڅه کوي چې له اوزبیکستانه د ګازو واردات زیات کړي.
کابل کې هر کال د ژمي په رسیدو سره د سون توکو، په ځانګړي توګه د ګازو بیه بې سارې لوړیږی.
کابو دوه اونۍ وړاندې کابل کې د ګازو یو کیلوګرام په ۵۰ افغانۍ و، خو اوس ۷۰ افغانیو ته لوړ شوی دی.
د کابل اوسیدونکي وایي له یوې خوا د برښنا پرچوي زیاته شوې او له بلې خوا د ګازو بیه مخ پر لوړیدو ده.
د یادولو ده چې د ګازو بیه د کابل ټولو برخو کې یو شان نه ده، بلکې په هره سیمه کې دا هټیوال دي چې د ګازو بیه ټاکي.
ګاز پلورونکي وایي دوی له لویو شرکتو په لوړه بیه ګاز پيري.
ویل کیږي له دې وړاندې هره ورځ د ګازو له ۳۰ زیات ټانکرونه هیواد ته راتلل، خو اوس دا شمیر ۵ ته ټیټ شوی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو او د نفتي موادو تصدۍ ونه غوښتل چې په دې اړه زمونږ د خبریال پوښتنو ته ځواب ووایي.
افغانستان د خپل اړتیا وړ ګاز له ترکمنستان او اوزبیکستان هیوادونو واردوي.
د ټاپي د ګازو پروژه چې د افغانستان د خلکو ورته سترګې دي، تر اوسه نه ده بشپړه شوې.
https://avapress.com/vdcaein6a49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته