دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۴
د مطلب کود : 196845
ایران له چین او روسیې سره ګډ پوځي تمرینات پیلوي
دا مانوره به د دسمبر له ۲۲مې د جنورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې د هند سمندر په شمال کې ترسره شي.
د ایران د سمندري ځواک یوه قوماندان تایید کړې چې ځواکونه به یې له روسیې او چین سره په هغو ګډو تمرینونو کې ګډون وکړي چې د سږ کال په وروستیو کې پیلېږي.
که څه هم سرچینې، د مانورې دقیق ځای ونه ښود خو ځینو رسنیو ویلي چې دا پوځي تمرینونه به په عمان خلیج کې وشي چې په وروستیو کې څو سمندري پېښې پکې وشوې او اوس هلته د لوېدیځو هیوادونو ګزمې تېل وړونکې بېړۍ بدرګه کوي.
https://avapress.com/vdci5qazwt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته