دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۶
د مطلب کود : 196848
فرهان يوسفزی کمزوری که کرکټ مافيا ځواکمنه ده ؟
مونږ او تاسې ټول په دې ډیر ښه پوهېږو چې د افغانستان په ملي لوبډله کې یوه ځواکمنه کړۍ یا مافیا شتون لري چې له امله یې په لسګونه استعدادونه ووژل شو او لاهم د وژلو په حال کې دي، اوس نو پوښتنه داده چې ایا رښتیا هم دغه مافیا ځواکمنه ده که د کرکټ بورډ ادارې مشر فرهان یوسفزی کمزوری او یاهم ریاست یې د بل چا په خوښه کېږي؟
په ډیر لږ وخت کې د افغان کرکټ بورډ بیلابیل مشران بدل رابدل شو، ځینو کار وکړ، ځینو اختلافات وزیږول، ځینو پکې شخصي ګټې وپاللې، چا د پیسو ګټلو لپاره ریاست وکړ او چا د خپلوانو لوبول او په اداره کې د ځای پر ځای کولو لپاره په افغان کرکټ بورډ کې دندې وکړې، خو داسې یو مشر هم پیدا نشو چې په لوبډله او کرکټ بورډ کې د مافیا دا ځواکمنه ډله له منځه یوسي یایې هم پلانونه شنډ کړي، خو دا مهال خواشینوونکی حالت دادی چې ورځ تر بلې د کرکټ سره د خلکو مینه کمېږي پخوانۍ مینه په کرکه بدله شوې، خو په اړه یې مشران چوپ پاتې دي او لوبغاړي چې څه کوي هغه کوي که هغه د ملت او افغانستان په تاوان یاهم په ګټه وي.
پوښتنه داده چې ولې د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی د مافیا په وړاندې چوپ پاتې دی؟
فرهان یوسفزی هغه کس دی چې پخوا په لندن کې مېشت وو، خو څه موده وړاندې د افغان ولسمشر له لورې د بورډ پخواني مشر عزیزیالله فضلي پر ځای وټاکل شو، لومړی ستونزه دا ده چې یوسفزی ځکه د مافیا ډلې په اړه اقدام نه شي کولی چې دی په خپله هم د کرکټ په لوبه د هغې په ارزښت نه پوهیږي،تر اوسه داسې څه نه دي څرګند شوي چې نوموړي دي په خپل ټول ژوند کې د کرکټ لوبه کړي وي یایې هم ورته کار کړی وي فرهان د اصغر افغان، راشد خان او د محمد نبي له ډلې ویریږي هغه څه چې د مافیا ډله وغواړي هغه فرهان په هغه ساعت هم پوره کوي نو په دې ترتیب فرهان هیڅ داسې اقدام نه کوي چې د ملت او افغانستان په خیر وي، بلکې د جنتیان او میراثیانو لپاره په دنده بوخت دی څو د مافیا کړئ خوښه وساتي او د افغانستان د کرکټ سرنوشت او ملت سره خیانت وکړي په هر حال فرهان له دې ډول ریاست سره هم مهاله غواړي چې د افغان ولس پر وړاندې ځان ترټولو بریالی حساب کړي، خو نوموړی په خپل هر پلان کې ناکامه راغلی دی یوسفزی په ډير ښه پلان روان دی چې افغان ولس وغولوي خو په حقیقت کې ولس په دې پوی دی چې فرهان څوک دی؟
ماته په کرکټ بورډ کې ځینو مهمو سرچینو داهم وویل، چې د ملي لوبډلې د مشرانو لوبغاړو پخواني کپټان اصغر افغان اوسني کپټان راشد خان او د محمد نبي مافیا ډله غواړي چې د کرکټ بورډ ټولې چارې په غیر مستقیم ډول په خپله پر مخ بوځي، له دې ټولو شواهدو او کیسو ښکاري چې فرهان یوسفزی یوازې تش په نوم په څوکۍ ناست دی، هغه څه چې د لوبډلې مهمه مافیا ډله وغواړي هماغه پریکړه یې منل کېږي که هغه د لوبډلې انتخاب وی،که په بورډ کې ټاکنه وي او یاهم د کرکټ اړوند بله کومه مسله وي.
د فرهان په ریاست کې دغه ځواکمنه ډله نوره هم قوی شوې چې په دې توګه یې د لسګونه ځوانو افغان لوبغاړو د پرمختګ مخه ونیوله دا ډله غواړي چې په افغان ملي لوبډله کې خپل ملګري او خپل خپلوان ځای پرځای کړي هغه ټاکل شوي لوبغاړي ښه ځلیدلي هم نه وي، خو لاهم د ملي لوبډلې له هر سفر سره مل وي د دې ډلې په خوښه ځیني سینیر تجربه ناکه لوبغاړي هم ډیر په تخنیک سره د لوبډلې کښېنول کېږي، څو هغه په یو او بل تخنیک له منځه یوسي او خپل میراثي کریکټ ته دوام ورکړي چې ښه مثال یې د ویسټ انډیز خلاف په تېرو سیریزونو کې د لوبډلو انتخاب وو چې په مکمله توګه غیر مسلکي لوبډله انتخاب شوې وه.
د ویسټ انډیز خلاف د تیرو سیریزونو لپاره د لوبډلو په انتخاب کې د رئیس احمدزي ورور ناصر جمال، د اصغر افغان ورور کریم جنت، د نوروز منګل ورور احسان الله جنت د راشد خان ملګري حضرت الله ځاځی، فرید ملک، جاوید احمدي، افسر ځاځی هم غوره شوي وو، چې د تکړه ملي لوبغاړي حشمت الله شهیدي، ځوان نجات مسعود، نورعلي ځدراڼ شاهد الله کمال،نجیب الله ترکی، عثمان غني، شاپور ځدراڼ، شفیق الله شفق منیر احمد کاکړ او د ورته نورو افغان لوبغاړو ځای یې پرې نیولی وو.
که چېرې د لوبډلې لپاره همدا ډول ناسم سلېکشن دوام ولري یاهم په لوبډله کې د مافیا ډله نوره هم ځواکمنه شي ، دغه راز د ریاست چارې همدا ډول کمزوري حالت کې وي نو ډیر ژر به د افغانستان د کرکټ بورډ او د ملي او نولس کلنو لوبډلو سرنوشت له خاورو سره خاوري شي.
https://avapress.com/vdcba0b8wrhb9wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته