دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 196851
د تېرې ورځې لاریون د ټاکنو کمېسیون ته د خطر زنګ دی
د کابل په یو شمېر سیمو کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې او پلویانو یې کم رنګه لاریون کړی و، چې پر هېواد دننه د ولس او سیاسیونو توند غبرګون یې له ځانه سره درلود.
د ولسي جرګې غړو هم (شنبه لېندۍ ٩مه) د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پرون ورځې لاریون وغندلو.
د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني وویل، لارو کوڅو ته د هېوادوالو راویستل او ګډوډي جوړول د هیچا په ګټه نه ده.
رحماني دا راز زیاته کړه، د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پرون ورځې لاریون د ټاکنو خپلواک کمېسیون او هم زموږ  لپاره جدي د خطر زنګ دی.
رحماني پر ټاکنو خپلواک کمېسیون غږ کوي، چې ولس ته دې ثابته کړي، چې خیانت کوونکي نه دي او په روڼ او شفاف ډول دې خپل کارونه پر مخ یوسي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د خپلو مسؤولیتونو پر وړاندې پر پاتې راتلو تورن کړل.
د ولسي جرګې غړي عدلي او قضایي ارګانونو ته په ټاکنو کې د درغلۍ او جعل کارۍ کوونکو کسانو د ورپېژندلو ټینګار کوي.
بل پلو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې د پرون ورځې په غبرګون کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې، لاریون د ښاریانو حق یاد کړ او د عبدالله عبدالله په مشرۍ یې د ثبات او همپالنې له ټاکنیزې ډلې وغوښتل چې خپلې غوښتنې په قانوني طریقه وړاندې کړي.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې او پلویانو یې له دې کبله پر اعتراضاتو او لاریونونو لاس پورې کړی چې له ټاکنو خپلواک کمېسیون غواړي ٣٠٠زره غیر بایو مټریک رایې دې تورې او باطلې اعلان کړي، چې له همدې امله یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر ولایتي دفترونه تړلي هم دي او د رایو بیا شمېرنې بهیر مخه یې نیولې ده.
دا په داسې حال ده، چې (جمعه لېندۍ ٨مه) د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې او پلویانو یې په کابل کې له ګهیځه تر ماسپښینه لاریونونه پیل کړي و، د امنیتي ځواکونو له لوري مهار شول، چې له امله یې زیات شمېر هېواد وال خوښ دي او زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو ظرفیت تر پخوا خورا لوړ شوی او هر ډول لاریونونه مهارولی شي.
له دې ټولو سره سره د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله ګواښ کوي، که د رایو د درغلۍ او جعل کارۍ په اړه د دوی غوښتنو ته ځواب ونه ویل شي، دوی به په ټول هېواد کې ورته لاریونونو ته دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdcftvdyyw6d1ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته