کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان حکومت د سرو زرو او مسو کانونو تړون فسخ کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 قوس 1398 ساعت 15:08

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له دوو کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره یې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړون فسخ کړی دی.



د دغه وزارت ویاند قدیر مطفي امریکا غږ ته وویل، د کانونو د کیندنې دا تړونونه وروسته له هغې لغوه شوي، چې شرکتونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلل.
"دلایل د دې قراردادونو د فسخ کېدو دا وو، چې اړوند شرکتونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي وو، هغه ژمنې چې د داوطلبۍ پروسو کې شرکتونه ورکوي، فرضاً مالي تعهدات، اقتصادي تعهدات او داسې نور تعهدات چې هغه په قرارداد کې کوي".
د بدخشان د سرو زرو او په سرپل کې د بلخاب د مسو د کانونو تړون د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې د "افغان ګولډ او افغان سنټرال" په نوم دوو کورنیو شرکتونو سره، چې په کې د امریکا، انګلستان او ترکیې شرکتونه هم شریک وو په واشنګټن کې لاسلیک کړي وو.
د دغو تړونونو په اساس یاد شرکتونو باید په لومړیو درېو کلونو کې د بدخشان د سرو زرو د کانونو په اکتشافي پړاو کې د ۲۲ میلیونو ډالرو او د بلخاب د مسو په کان کې د ۵۶ میلیون ډالرو پانګونه کړې وی.
هغه مهال د افغانستان د شفافیت د څار ادارې د دغو تړونونو له لاسلیکولو سره کلک مخالفت ښودلی وو او ویلي وو، چې افغان حکومت دا تړونونه د قانون خلاف لاسلیک کړي دي.
دغې ادارې ادعا کړې وه، چې په لاسلیک شوو تړونونو کې د ملي ګټو پرځای زیاته پاملرنه د شرکتونو ګتو ته شوې ده.
 


د مطلب کود: 196864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196864/افغان-حکومت-د-سرو-زرو-او-مسو-کانونو-تړون-فسخ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com