_DOC_BLOCK}'; ?> سرپل کوهستانات ولسوالی کې طالبانو او ملکی وګړو نښته | آوا
دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۷
د مطلب کود : 196865
سرپل کوهستانات ولسوالی کې طالبانو او ملکی وګړو نښته
د سرپل کوهستانات ولسوالی جرغان کلۍ اوسیدونکې نن سهار د لاریون په جریان کې د طالبانو نومول شوی ولسوال امان الله موټر باندی برید کړی دی، چی د طالبانو ډزو سره ۴ تنه د لاریون کوونکو څخه وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوی دی.

تراوسه د ملکی وګړو او طالبانو ترمنځ نښته په دی سیمه کې جریان لری او ملکی وګړو تلفاتو ډيریدو احتمال شتون لری.
محمد نور رحمانی؛ د سرپل ولایتی شورا رییس افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل چی طالبان خلګ کافر بولی، خلګ د وضعیت څخه په تنګ راغلی او مدنی حرکتونو باندی اقدام کوی.
سرپل ولایتی شورا رییس زیاته کړه چی خلګ ډبرو او لرګیو سره طالبانو سره مقابله کوی او احتمال یی شته چی ملکی وګړو تلفات ډير شی.
د کوهستانات ولسوالی په پوره توګه طالبانو په لاس کې دی او دولت هلته حضور نه لری.
خو سیمه ییز سرچینه وایی چی طالبان غوښتل د خلګو دوکانونه د یو کلۍ څخه بل کلۍ ته ولیږدوی خو خلګ مخالفت کړی او طالبانو په وړاندی ولاړ شو.
 
https://avapress.com/vdcaiin6m49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته