کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عبدالله پلویان د کابل-شمال لویه لاره په بغلان کې په موقت توګه وتړل

10 قوس 1398 ساعت 16:12

د ثبات او همپالنې لسګونه تنه پلویان د بغلان ولایت په پلخمری ښار کې د لاریون په ترسره کولو سره د بغلان-کندوز-بلخ لویه لاره په موقت توګه وتړی.



دا معترضین د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوری د ۳۰۰ زرو اختلافی رایو ابطال غوښتونکې دی.
لاریون کوونکې د بغلان ولایت پلخمری ښار کې چی ددی ښار چوک کې تجمع کړی دی ټاکنو کمیسیون خبرداری ورکړی دی، په هغه صورت کې چی غوښتنو ته یی توجه ونه شی د کابل-شمال لویه لاره بندوی.
لاریون کوونکې همدارنګه وایی: کمیسیون که زموږ غوښتنه قبول کړه ښه که نه نو موږ دولتی ادارات او لویه لاره بندوو.
دا لاریون نن ماسپښین مخکې په مسالمت آمیزه توګه پای موندلی او حاضر حال کې لویه لاره د ترافیک په وړاندی خلاص شوی دی.
 


د مطلب کود: 196867

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196867/د-عبدالله-پلویان-کابل-شمال-لویه-لاره-په-بغلان-کې-موقت-توګه-وتړل

آوا
  https://www.avapress.com