واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې ۵۰ کلن تیموتي ویکس نن یکشنبه په یو خبري کنفرانس کې ویلي چې کله چې دوی له طالبانو سره برمته وو، امریکايي ځواکونو یې د راخوشې کولو لپاره په ۳ کلونو کې شپږ ځلې چاپې ووهلې خو ناکام شول.
ښاغلي ویکس ویلي، د امریکایان وروستۍ چاپه د اپریل په میاشت کې واچول شوه چې په ترڅ کې یې طالبانو دوی په یو کیندل شوی تونل کې له هغه ځایه وویستل.
نوموړي ویلی، طالبانو دی او ورسره برمته شوی بل امریکايي استاد په تېرو ۳ کلونو کې کله پاکستان او کله په افغانستان کې ساتل: (( موږ یې په تیاره خونه کې بند ساتلو، له حقاني شبکې سره د درې کلن بند په موده کې مو هیڅکله د خوشې کېدو هیله له لاسه نه ده ورکړې.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبان دوه اوونۍ وړاندې د انس حقاني، مالي خان او حافظ عبدالرشید په بدل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان تیموتي ویکس او کوین کینگ د زابل ولایت د ډیورنډ کرښې ته نږدې په نوبهار ولسوالۍ کې خوشې کړل.