دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 196873
د ننګرهار کانال د مالټو باغونه به سږکال۵۲۰۰ ټنه حاصل ورکړي
د ننګرهار د کانال ریاست مسولین وایي سږکال به دوی د دې ولایت د کانال ریاست د مالټو له باغونو څخه پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات ترلاسه کیږي .
د ننګرهارد کانال رئیس پرویزعلي وایي، سږني حاصلات یې د تیر کال په پرتله پنځه چنده د مالټو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.
نوموړی وایي د دې ولایت د کانال ریاست اړوند د ستروسو باغونو باندې یې سږ کال یو میلیون افغانۍ پانګونه کړې چې، سږ کال به پنځه زره دوه سوه ټنه حاصلات ورکړي.
دی وایي چې، له دې حاصلاتو به دوی تر ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي.
د کانال د رئیس په خبره تیر کال د ستروسو یادو باغونوڅخه یې ۱۵ سوه ټنه حاصلات ترلاسه کړي وو.
دی وایي تیرکال په دې باغونو پنځه میلیونه او څلور سوه زره افغانۍ پانګونه شوې وه او د اووه سوه زره افغانیو عواید ترې تر لاسه شوی وو.
خو په خبره یې سږکال یې عواید تر پخوا ډير زیات دي.
هغه زیاتوي اوس مهال په ۶ سوه هکتاره ځمکه د ستروسو باغونه شتون لري چې په کې ۲ زره کسانو ته کاري فرصتونه هم برابر شوي دي .
د کانال د ریاست اړوند د یادو باغونو کاریګړ هم وایي چې، سږکال یې دباغونو حاصلات ډیر زیات دي او مالټې یې هم تر پخوا ډیرې خوږې دي.
دې فارمونو ته د دې ولایت له بیلابیلو سیمو ګڼ شمیر خلک د تفریح لپاره ځي مالټي خوري او ننداره یې کوي.
خو له دې څه موده وړاندې دې فارمونو ته تګ یو خیال وو ځکه هلته وسله والو طالبانو ولکه لرله خو ځایي خلک وایي اوس ډیر زیات خوښ دي چې، داسیمه په امن کې ویني او د خپلو باغونو لیدنه کوي.
محمد رحیم هم د همدې سیمې لیدو ته راغلی وایي، د دې باغونو لیدل ورته یو خیال ښکاریده.
دی زیاتوي: (( والله زه اوس زیات احساساتو کې نه پوهیږم ډیر زیات خوښ یم چې، سره له دومره ناامنیو بیرته دا باغونه د دولت شول او موږ یې لیدو ته راغلي یو او چکر پکې وهو)).
سردار ولي هم د باغونو لیدو ته له ډيرې لرې پرتې سیمې ورغلی وایي، پخوا مو د دې مالټو لیدنه په ښآر کې کوله او خوړله به مو خو په خبره یې اوس یې په خپله باغونو او بوټو کې ویني.
سردارولي زیاتوي: (( خوشبختي داده چې، دلته د مالټو سره ډیرو خلکو ته هم زمینه برابره شوې دکار دا د خوښۍ ځای دی)).
بل لورته ممتاز چې، له څو کلونو راهیسې د دې باغونو مالټې په اجاره اخلي وایي، سږکال د دې باغ مالټې ډیرې زیاتې دي.
دی وایي پخوا یې حاصلات کم او ګټه یې هم کمه وه خو په خبره یې چې اوس یې حاصلات ډير او دا به ګټه هم ترې ډيره ترلاسه کړي.
ممتاز وایي، د تیرو کلونو د حاصلاتو دکمښت یو لامل وسله وال طالبان وو چې، د دې باغونو ډیره اندازه د هغو په لاس کې وه خو زیاتوي سږکال ټول باغونه دافغان ځواکونو په لاس کې دي.
دی وایي: ((الحمد الله سږکال باغونه ډیر زیات حاصلات لري اوس هغه سیمې چې، د طالبانو لاس کې وې ټول یې افغان ځواکونو سره دي، ډیر زیات لیدونکي هم له باغونو لیدو ته راځي)).
کاریګر هم خوښ دي چې په خپل کور کې ورته د کار زمینه برابره شوې.
دوی وایي پخوا به کار پسې سرګردانه وو او اوس د کور ترڅنګ ورته مزدوري پيدا شوې خو زیاتوي چې، که دولت دې باغونو ته پاملرنه نوره هم زیاته کړي ښايي د دې باغونو حاصلات ډیر زیات لوړ شي.
د یادونې ده چې، د ننګرهار د کانال د ریاست مالټې دهېواد په کچه پيژندل شوي او خلک یې لیدو او اخیستو ته راځي.
https://avapress.com/vdcjamevtuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته