دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 196876
داوړ: پاکستاني پوځ یو پښتون ځوان په زندان کې شکنجه کړی او وژلی
د پاکستان په پارلمان کې د شمالي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ پر پاکستانې ځواکونو تور پورې کړې دی چې په شمالي وزیرستان کې د توقیف پر مهال یو پښتون ځوان شکنجه کړی او وژلی دی.
محسن داوړ د دې پېښې په اړه پاکستاني رسنیو ته ویلي دي چې د شمالي وزیرستان په همزوني سیمه کې څو ورځې وړاندې یوه ماین چاودنه رامنځته شوې وه چې په تور یې د پاکستاني ځواکونو له لورې د دې کلي یو شمېر ځوانان بیول شوي وو چې پکې د رضاالله په نوم هم دغه پښتون ځوان شامل وو.
محسن داوړ وویل، په همزوني سیمه کې له دې ماین چاودنې وروسته پاکستاني ځواکونو په پرله پسې ډول د پښتنو په ګڼ شمېر کورونو باندې جاپې ووهلې چې پر مهال یې لس تنه بې ګناه پښتانه ځوانان له دې کلي زندان ته ولېږدول چې وروسته یې په غبرګون د کلي خلکو هم احتجاجونه پیل کړل چې تر ننه دوام.لري ”
داوړ زیاتوي، چې زما په هڅو د دغو لسو کسانو له جملې څخه پنځه تنه هغه مهال خوشې شول، خو پاتې پنځه کسان د پاکستاني ریاست په بند خونو کې وو، خو اوس یې خبر ترلاسه کړی دی چې په پاتې پنځو کسانو کې یو زنداني کس د پوځ د تشدد په پایله کې وژل شوی دی.
محسن داوړ وویل، نیول شوي کسان ټول بې ګناه وو چې دا مهال د پوځ په لاس کې دي او د تشدد پر مهال شپې او ورځې سبا کوي هغه د پښتون ځوان د وژنې په غبرګون هم وویل، چې پاکستانی پوځ هیڅ حق نه لري چې په زندان کې څوک ووژني.
په ورته مهال په شمالي وزیرستان کې د پښتون ځوان د وژنې وروسته سیمه ییزو خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي دوی له پرون راهیسې تر دې وخته پورې په لاریونونو او احتجاجونو باندې بوخت دي.
د لاریون ګډونوالو ویلي دي چې دوی یوازې د دې پېښې لپاره لاریونونه نه کوي، بلکې په ټول وزیرستان کې د ورستیو هدفي وژنو او د پاکستاني ریاست پر ضد به لاریونونو ته دوام ورکړي.
د وژل شوي پښتون ځوان په اړه لاهم پاکستاني ریاست رسمآ څه نه دي ویلي چې رښتیا هم دا ځوان د شکنجې وروسته وژل شوی او یاهم ویشتل شوی دی.
په پاکستان کې ډیری وخت پښتانه له دا ډول پېښو سره مخ کېږي یاد ریاست په نړۍ کې تر ټولو ظالم بلل کېږي چې په خپلو عامو وګړو په ډیری لارو چارو ظلمونه کوي د پي ټي ایم مشر منظور پښتین هم څه وخت وړاندې ویلي وو چې په پاکستان کې نږدې ۳۲ زره پښتانه د پوځ له لورې ورک شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د پاکستاني حکومت پر ضد د مولانا فضل الرحمان د ګوند په مشرۍ نورو ګوندونو هم لاریونونه پیل کړي دي دوی یاد ریاست نا مشروح بللی دی او د ړنګولو ګواښونه یې کوي.
https://avapress.com/vdccmeqse2bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته