کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حکمتیار: د رڼو ټاکنو ترسره کیدو لپاره باید لنډمهاله حکومت جوړ شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 قوس 1398 ساعت 16:43

د اسلامی حزب مشر، ګلبدین حکمتیار وایي د دې لپاره چې رڼې ټاکنې ترسره شي، د موقت حکومت جوړېدو ته اړتیا ده.



ښاغلي حکمتیار نن یکشنبې په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال همداشان وویل چې حاکم ټیم په ټاکنو کې مداخله کوي، نو ښه به داوي چې د رڼو ټاکنو ترسره کیدو لپاره یولنډمهاله حکومت جوړ شي.
حکمتیار داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوو میاشتو په تېرېدو لا هم د لومړنیو پایلو په اعلان نه دی بریالی شوی.
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه، مدني فعالان، سیاسي ګوندونه او ولسي جرګې هم په ځلونو د ټاکنو د پایلو پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې او د ټاکنو له خپلواک کمیسیون یې غوښتي چې ژر تر ژره دې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
خو کمیسیون وایي چې دوی قوانینو ته په کتو خپلې چارې تنظیموي او ډېر ژر به د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه پرېکړه وکړي.
 


د مطلب کود: 196882

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196882/حکمتیار-د-رڼو-ټاکنو-ترسره-کیدو-لپاره-باید-لنډمهاله-حکومت-جوړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com