دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۳۸
د مطلب کود : 196904
بامیان ولایت کې ۲۰۰ کیلو ګرام مخدره توکې سوځل شوی
بامیان ولایت امنیتی چارواکې نږدی ۲۰۰ کیلو ګرام مخدره توکې چی څو اخیرو کلونو کې د امنیتی ځواکونو له لوری کشف او ضبط شوی وو نن په یو لیری سیمه کې سوځلی دی.

افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-بامیان: مل پاسوال محمد صادق مرادی؛ د بامیان پولیسو قوماندان وویل: هغه مواد چی نن سوځول شوی دی، ۱۸۳ ګرام هیروئین، ۱۹۰.۹۵ کیلوګرام تریاک، ۶۷۲ ګرام چرس او ۳۲ لیتر الکلی مشروبات چی د ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۵ کال پوری ددی اداره له لوری کشف او ضبط شوی دی.
هغه زیاته کړه: که څه هم بامیان مخدره توکو کشف څخه خالی دی خو دا مواد د کابل، دایکندی، غور او غزنی ترانزیتی لارو څخه دا ولایت ته راوړل شوی دی.
مخدره توکو په وړاندی مبارزی وزارت چارواکې د پولیس دا لاسته راوړنې مهم بللی خو زیاته کړه چی په دی ولایت کې د معتادینو شمیر ډيریدل اندیښمندوونکې دی.
که څه هم مخدره توکو په وړاندی مبارزی وزارت ځينی چارواکې بامیان ولایت کې وویل: بامیان د مخدره توکو ترانزیت لاری باندی بدل شوی دی خو پولیس لاسته راوړنې په دی ولایت کې د مخدره توکو کشف او مخنیوی په برخه کې په دی ولایت کې ناکام پاته شوی دی.
 
https://avapress.com/vdce7p8zejh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته