دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۲
د مطلب کود : 196908
له دې وروسته معلولیت لرونکي کسان بانکي حساب پرانیستی شي
د ډسمبر دریېمې «معلولینو د نړیوالې ورځې»د رارسېدو په درشل کې د افغانستان د بشري حقونو خپواک کمېسیون وايي چې دغه معلولین کولای شي له دې وروسته په دولتي او خصوصي بانکونو کې حساب پرانیزي.

ه هغې اعلامیه چې نن (یکشنبې د لیندۍ په ۱۰مه) خپره شوې راغلي دي:«د افغانستان بانک دولتي او خصوصي بانکونو ته حکم کړی چې له دې وروسته، هغه کسان چې حسي معلولیت (ړندوالی او کوڼوالی) لري کولای شي په خپل اختیار، په خپلواکه توګه او یا هم د معتمد کس په مرسته بانکي حساب پرانیزي.»
په دغه ناسته کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون یوه غړې وايي له هڅو سره سره تراوسه هم په هیواد کې د معلولینو په وړاندې توپيري چلند کېږي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره بنفشه یعقوبي وايي:«موږ ډېر څه نه دي غوښتي. موږ یوازې وویل اجازه راکړئ چې موږ - معلولین - پرېکړه وکړو چې څه غواړو.»
له بل خوا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون رییس نادر نادري په دغې غونډه کې وايي، داسې کړنلاره یې برابره کړې چې په حکومتي ادارو کې د معلولینو د ونډې زمینه برابره او د دوی له وړتیاوو استفاده وشي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمېسیون رییس نادر نادري څرګنده کړه:«دا کړنلاره، د معلولینو د ګومارنې په بېلابېلو پړاونکو کې د اسانیا زمینه برابره وي، د خالي بستونو د تشخیص او اعلان په برخه کې اسانتیا رامنځته کوي او همدارنګه په نورو برخو کې هم.»
د شمېرو له مخې اوس مهال په هېواد کې څه د پاسه یو مېلیون معلولین ژوند کوي چې کابو درې زره یې په حکومتي بنسټونو کې کار کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuqazvt1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته