ښاغلي کمار د افغانستان د سولې او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز ته په وینا کې ویلي، له تېرو دریو- څلورو کلونو راهیسې د ترهګرو لپاره یوه تکیه ګاه موجوده ده چې افغانستان او هند یې په ګډه اغېزمن کړي دي: (( زموږ سوله په افغانستان کې خوندي ده، ځکه خو موږ ټول په افغانستان کې د سولې لپاره د یو میکانیزم په جوړولو کې مرستې ته چمتو یوو.))
ښاغلي کمار همدا راز وویل، جنوبي اسیا هم د نورو هېوادونو په څېر سوله، ثبات او هوساینه ترلاسه کولی شي او دې لپاره اړتیا ده چې له ترهګرۍ څخه په پاک چاپېریال کې اړیکې ټینګې کړای شي.
نوموړي دغه راز د سیمې د ښو اړیکو د ټینګښت لپاره اقتصادي راکړه ورکړه مهمه وبلله او زیاته یې کړه د هند بهرنۍ پالېسي د ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو ساتلو پر بنیاد ولاړه ده.
نوموړي زیاته کړه، هند له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې د درې ملیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې چې له دې منځه یې تر اوسه له دوه ملیارده ډالرو زیاتې پیسې پر افغانستان لګولې دي.