دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 196954
ننګرهار امنې قوماندانۍ پولیسو د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرې يوې اوونۍ په ترڅ کې د تاوتريخوالي، جعلي تذکرو او جعلي ويزو جوړولو قضيو کې دولس تنه نيولي دي.
په جلال اباد ښار کې د بسمينې په نوم يوې مېرمنې د کور تخريب په قضيه کې شپږ تنه نيول شوي او څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي.
همدا راز يو سراف د ۲۳ جلده پاسپورتونو، پنځه پاکستاني هويت کارتونو او پنځه جلده جعلي تذکرو سره يو ځای نيول شوی چې څارنوالۍ ته د وروستيو اجراتو په موخه سپارل شوی دی.
په ورته وخت کې څلور تنه نور هم د پاکستان جعلي ويزو لګولو په جرم نيول شوي، چې تر لومړنيو څېړنو وروسته څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي دي.
دغه د جلال اباد ښار په اوومې ناحيې کې يو تن د انساني قاچاق په جرم نيول شوی، چې د قانوني کړنو په موخه څارنوالۍ ته لېږدول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjimevxuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته