کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هلمند کې د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو ته بشپړ چمتوالی نیول شوی دی

11 قوس 1398 ساعت 11:01


هلمند والي محمد یاسین خان په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه، چې په یاد ولایت کې د جمهوري ریاست د ټاکنو ترسره کېدو ته بشپړ چمتوالی نیول شوی، او ولسونه کولای شي، چې په ډاډمنه فضا کې د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلی او د خپلې خوښې نوماند ته رایې وکاروي.
ده دغه راز وویل، چې امنیتي ځواکونو د کمپاینې غونډو د امنیت د ټینګښت په برخه کې هم هلې ځلې کړي او هېچاته به اجازه ور نکړي، چې د ټاکنو ترسره کېدو د امنیت د ټینګښت خنډ وګرځي.
په یاد خبري کنفرانس کې، د امنیتي سکتور چارواکو هم ډاډ ورکړ، چې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت په موخه لازم تدابیر نیول شوي دي.


د مطلب کود: 196955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196955/هلمند-کې-د-ولسمشریزو-ټاکنو-ترسره-کېدو-ته-بشپړ-چمتوالی-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com