دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 196956
کندهار والي: د ټاکنو لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی ټول ولس باید په دې ملي پروسه کې برخه واخلي
په همدې موخه د کندهار والي حیات الله حیات په مشرۍ غونډه جوړه شوې وه چې د ملکي او نظامي مسوولینو سربېره میرمنو او مدني فعالانو هم برخه اخیستې وه.
د ښاغلي حیات وویل: د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې امنیتي او لوژیستیکي چمتووالی نیول شوی او خلګ کولای شي په ډاډه زړه په دې ملي پروسه کې برخه واخلي.
ښاغلي حیات زیاته کړه: ولسوالان دي په کلیو او بانډو کي له قومي مشرانو، متنفذینو، علمای کرامو او ځوانانو سره د ټاکنو په اړه عامه پوهاوی ترسره کړي او خلک دې په ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅوي.
 
https://avapress.com/vdcbs0b80rhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته