دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 196963
چارواکي: طالبانو ارزګان کې ۳ ملکي کسان وژلي
په ارزګان کې د ښوونځي ۲ زده کوونکي او يو ملکي کس د دولت سره د همکاري په تور وژل شوي دي.
د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې ۲ زده کوونکي او يو ملکي کس وسله والو طالبانو وژلي دي.
د دهراود ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ مرستيال جان محمد کريمي وايي تېره شپه وسله وال طالبانو په ياده ولسوالۍ کې د يوه کور څخه ۳ ملکي کسان چې دوه يې د ښوونځي زده کوونکي و را ايستلي او وژلي دي.
د کريمي په وينا چې د وژل شویو زده کوونکو يو ورور په پوليسو کې دنده درلوده او وسله والو طالبانو له همدې امله ياد کسان وژلي دي.
په ورته مهال ددغې ولسوالۍ ولسوال عبدالمنان علیزي هم پېښه تائيدوي او زياتوي چې دوی په سيمه کې د پېښي پلټنې پیل کړي دي.
هغه وايي وژل شوي کسان ټول ملکي دي او په دولت کې يې دنده نه درلوده.
وسله والو طالبانو بیا د چارواکو دغو ادعاوو ته څه غبرګون نه دی ښودلی.
 
https://avapress.com/vdcjmmevtuqehhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته