کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جلال اباد ښار کې اورلګیدنې ۳ نیم میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی

11 قوس 1398 ساعت 13:14

په جلال اباد ښار کې اورلګیدنې ۳ نیم میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی،خو د ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.


د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د بیاسیکل پلورونې په یو مارکیت کې د برېښنا شارټۍ له امله نن سهار شاوخوا ۵ نیمې بجې اور لګیدلی وو،چې د اور وژنې ډلې له لورې په شپږ بجو اور په بشپړ ډول مړ کړای شو.
د مالوماتو له مخې یاده اورلګیدنه چې د مارکیټ په درېیم پوړ کې رامنځته شوې وه،له امله یې درې نیم میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي،خو د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.
د یادې اورلګیدنې له امله چا ته ځآني زیانونه ندي اوښتې،خو په ګدامونو کې د بیاسیکل پلورونکو اړوند توکې سوزیدلې دي
 


د مطلب کود: 196965

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196965/په-جلال-اباد-ښار-کې-اورلګیدنې-۳-نیم-میلیونه-افغانۍ-مالي-زیان-اړولی

آوا
  https://www.avapress.com