دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 196965
په جلال اباد ښار کې اورلګیدنې ۳ نیم میلیونه افغانۍ مالي زیان اړولی،خو د ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې اړوند د بیاسیکل پلورونې په یو مارکیت کې د برېښنا شارټۍ له امله نن سهار شاوخوا ۵ نیمې بجې اور لګیدلی وو،چې د اور وژنې ډلې له لورې په شپږ بجو اور په بشپړ ډول مړ کړای شو.
د مالوماتو له مخې یاده اورلګیدنه چې د مارکیټ په درېیم پوړ کې رامنځته شوې وه،له امله یې درې نیم میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي،خو د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو مالي زیانونو د اوښتو مخنیوی وشو.
د یادې اورلګیدنې له امله چا ته ځآني زیانونه ندي اوښتې،خو په ګدامونو کې د بیاسیکل پلورونکو اړوند توکې سوزیدلې دي
 
https://avapress.com/vdcb00b8srhb99p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته