دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 196970
کابل کې د ملي امنیت دوه منسوبین په وسله‌وال برید کې وژل شوي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د کابل د نهمې امنیتي حوزې په یکه‌توت سیمه کې د ناپیژندو وسله‌والو په ډزو کې دوه امنیتي منسوبین وژل شوي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، نن سهار شاوخوا ۷:۳۰ دقیقې ناپیژندو وسله‌والو د امنیتي ځواکونو په موټر ډزې کړي، چې دوه امنیتي سرتیري په کې وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
ښاغلي رحیمي څرګنده نه کړه، چې دا منسوبین کوم امنیتي ارګان پورې تړاو لري.
خو یوې سرچینې امریکا غږ ته تائید کړه، چې وژل شوي کسان د افغانستان د ملي امنیت ریاست اړوند منسوبین وو.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchq-nzv23nwwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته