دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۱
د مطلب کود : 196975
سرپل کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون دوام لري
د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وايي، د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې د طالبانو پرضد د ولسي خلکو پاڅون لاهم دوام لري.
سرچینه وايي چې طالبانو پرون یکشنبه د کوهستانات ولسوالۍ په جُرغان کلي کې پر هغو خلکو ډزې وکړې چې د ظلم او بې عدالتۍ پرضد د اعتراض لپاره راوتلي وو.
سرچینه زیاتوي په جرغان کې وروسته له دې چې د طالبانو په ډزو کې یو ماشوم او یو سړی وو وژل شول د قهرجنو خلکو اعتراضونو لا زور واخېست او له طالبانو غواړي چې د دې وژنو عاملان دوی ته وسپاري.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdccmeqsp2bqoo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته