دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۰
د مطلب کود : 196977
کابل کې د پولیسو په موټر وسله وال برید، ۲ مړه، ۳ ژوبل
د کابل امنیه قومنداني وايي، نن سهار د نهمې امنیتي حوزې اړوند په یکه توت سیمه کې د د امنیتي ځواکونو پر یو موټر وسله وال برید کې دوه تنه وژل شوی او ۳ نور ژوبل دي.
 د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، پېښه نن سهار اووه نیمې بجې شوې چې له کبله یې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي، خو پولیسو د بریدګرو د نیونې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه هیڅ وسله والې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی
https://avapress.com/vdcefp8zfjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته