کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرپل: طالبانو د صیادو د ولسوال په کور برید کې د هغه تره او زوی وژلي

11 قوس 1398 ساعت 13:19


طالبانو تېره شپه په سرپل ولایت کې د صیادو د ولسوال په کور وسله وال برید کی چې په ترڅ کې یې دوه کسان وژل شوي او ۲ نور ژوبل دي.
د سرپل د والي وویاند ذبیح الله اماني تاند ته په یو تلیفوني تماس کې وویل، پېښه تېره شپه دوه بجې د صیادو د ولسوال حیات الله حیات په کور شوې چې طالبانو غوښتل دغه ولسوال ترور کړي.
 د اماني په خبره، کله چې طالبانو برید کړی، د حیات الله حیات له کوره هم مقاومت ورسره شوی دی چې په ترڅ کې ی د ولسوال کاکا  او زوی وژل شوی خو ولسوال ژغورل شوی دی او دوه ساتونکي یې هم ژوبل دي.
ښاغلي اماني زیاته کړه په دغه نښته کې د ولسوال کور زیانمن شوی او طالبانو د هغه هایلکس موټر ته هم اور اچولی دی.
طالبانو بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 196979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196979/سرپل-طالبانو-د-صیادو-ولسوال-په-کور-برید-کې-هغه-تره-او-زوی-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com