دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 196980
د ټرمپ مخالفانو افغانستان ته د هغه سفر نمایشي او غولوونکی بللی دی
افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ ناڅاپي سفر په امریکا کې یو لړ غبرګونونه راپارولي او فکر کېږي چې نوموړي دا کار له خپلې استیضاح څخه د سیاسي کړیو د پام اړولو لپاره دا کار کړی دی.
د فاکس نیوز یو تحلیلګر جان ویلیمز د شکرګزارۍ د مراسمو په بهانه افغانستان ته د ډونالډ ټرمپ سفر نمایشي او له استیضاح د سیاستوالو د پام اړوونکی بللی دی.
ښاغلی ویلیامز چې تل یې د ټرمپ په پالېسیو نیوکه کړې ده وايي، ټرمپ په خپله واکمنۍ کې تېر کاله پور هیڅکله جنګي سیمو ته نه دی تللی او افغانستان ته په لومړي ځل ولاړ، مګر لازم چمتووالی یې نه درلود: (( ټرمپ هغه هیواد ته په لومړي ځل ولاړ چې زموږ ۲۰۰۰ سرتېري په کې وژل شوي، هغه د اوربند خبره وکړه مګر پوځي مشران یې ووايي چې موږ له طالبانو سره د اوربند په اړه په  هیڅ شي نه یوو خبر، همدا راز طالبان هم وايي چې موږ د اوربند په اړه هیڅ نه یوو خبر.))
یو بل سیاستوال کریس والاس بیا وایي، ټرمپ په لومړی کې ټول حیران کړل چې ایا رښتیا هم نوموړی د خپلو ځواکونو د تشویق او هڅونې لپاره افغانستان ته تللی دی؟ : (( ما خپله داسې فکر وکړ چې هر څه سیاسي دي او له استیضاح څخه د خلکو د پام اړولو لپاره ترسره شوي دي.))
 دا په داسې حا ل کې ده چې په امریکا کې د ټرمپ مخالفو سیاستوالو د ښاغلي ټرمپ د بې واکه کولو او کانګرس ته د استیضاح کېدلو هڅې چټکې کړې دي او ورځ تر بلې پر ولسمشر ټرمپ د یو لړ تېروتنو ګواهۍ هم زیاتېږي.
خو بل لوري ټرمپ هڅه کوي چې په ځینو کارونو سره خلکو ته ښکاره کړي چې کړې وعدې یې پوره کړې دي او بل ځل لپاره د امریکا د واک ترلاسه کولو لپاره چمتو دی.
https://avapress.com/vdcivqazut1a332.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته