ولسمشرۍ ماڼۍ د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د بریا په اړه ټول ملت او سرتېرو ته مبارکي ورکړې ده.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن دوشنبه په خپل یو ټویټ کې لیکلي، د افغان حکومت رهبري د هلمند په مارجه کې د افغان امنیتي دفاعي او امنیتي ځواکونو د بریا له امله ټولو ته مبارکي وايي.
افغان ځواکونو د قوس په ۹مه له څلورو کلونو وروسته د مارجې ولسوالۍ کې خپله بریا اعلان کړه او زیاته یې کړه چې په دغه جګړه کې يې د طالبانو د نظامي قومندان ملا عبدالباري په شمول ۳۷ طالبان وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي.
خو تر دې یوه ورځ وړاندې بیا د سرحدي ځواکونو د لوا قومندان جنرال ظاهر مقبل مارجې ته په لاره د یو ماین په چاودنه کې ووژل شو او د درې ساتونکو تر څنګ یو خبریال ورسره ژوبل شو.