کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهارکي په مستقيم ډول اووه لکه کسان په زراعت مصروفه دي،چي نژدې دوه زره تنې یې مېرمني دي

11 قوس 1398 ساعت 15:58


د کندهار سوداکر وايي، له زراعتي مځکو د کاله سلهاوه زره ټنه وچه او لنده مېوه، سبزیجات، غلې دانې او نور زراعتي محصولات د هیواده بهر صادروي.
خو بزګر او سوداګر د ځینو ستونزو یادونه هم کوي چي په خبره یې که سته مشکلات تر یو حده حل سي ددې ولایت اقتصاد به دېر لوړ سي.
کندهار چي اویا سلنه اقتصاد یې زراعت تشکیلوي انار، انګور، انځر، توت، خټکي، غنم او په زیات شمېر سبزیجان غلي دانې او حبوبات یې مشوره محصولات دي چي له مخي یې دوه مېلونه په شاوخوا کي اوسېدونکي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دې برخه کي مصروفه دي.
دکندهار د زراعت رئیس سید حافظ الله سیدي وايي ددې ولایت مځکه او اب هوا زراعت ته جوړه ده چي په خبره یې په اته دېرش زره اووه سوه (۳۸۷۰۰ ) هکتاره مځکه باندي میوه لرونکي باغونه، پر اووه زره شپږ سوه(۷۶۰۰) هکتاره مځکه غلي داني، پر نهه زره (۹۰۰۰) هکتاره مځکه سبزیجات، پر (۱۵۰) هکتاره مځکه حبوبات او دوه زره (۲۰۰۰) هکتاره مځکه نور صنعتي او طبی بوټي کښت او روزل کیږي.
د کندهار بزګر چي تعداد یې اووه لکه کسانو ته رسېږي، له ډلي يې يوشمېر وايي، چي د کښتونو او باغونه څخه ښه حاصل تر لاسه کوي او ورځنۍ ګذاره یې په کیږي.
د نارینه بزګرو تر څنګ کندهار کي نژدې دوه زره ښځي هم په زراعت کي مصروفه دي چي د سبزیجاتو کښت او یاهم زراعتي محصولاتو څخه ګټه لاسته راوړي.

په دې ولایت کي د سوداګرۍ خوني رئیس نصرت الله زهیر وايي، ۹۰ سلنه سوداګري زراعت جوړوي خو وايي د کندهار د مېوې، سبزیجاتو او نورو غلو دانو ګټه نورو هیوادو ته رسیږي ځکه هغوی ورته ساتنځایونه او د پروسیس فابریکې لري.
دا په داسی حال کي ده چي په دې ولايت کي د مالدارۍ په برخه کي هم د پام وړ پرمختګ سوی چي له مخي یې د چرګانو، ماهیانو او ځيني نورو حیواناتو د ساتلو په برخه کي پر ځان بسیا سوي دي.


د مطلب کود: 196985

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/196985/کندهارکي-په-مستقيم-ډول-اووه-لکه-کسان-زراعت-مصروفه-دي-چي-نژدې-دوه-زره-تنې-یې-مېرمني

آوا
  https://www.avapress.com