دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 196986
په کندهارکي د ښځو لپاره سوداګریز مارکېټ جوړېږي
د کلیو پراختیا او بیارغوني وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام اجرائیه رئیس رحمت الله قریشي وايي، په کندهارکي د ښځو د اقتصادي پیاړتیا او د کلیوالي تولیداتو بازار موندني لپاره د ښځو سوداګریز مارکېټ جوړېږي.
رحمت الله قريشي  په ولایت مقام کي دمرستیال والي عبدالحنان منیب سره لیدنه کي وویل، د جمهوري ریاست عالي مقام په لارښوونه یې کندهار ته سفر کړی، څو د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د بازارموندني او د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د ښځو سوداګریز مارکېټ جوړولو په برخه کي عملي اقدامات وکړي.
هغه زیاته کړه، مرکزي اداره د ښځو اقتصادي ودي لپاره ځانګړې پاملرنه لري او د کندهارۍ میرمنو د غوښتني له مخي دا ځل د ښځو سوداګریز مارکېټ جوړېږي، څو ښځې هم د نارینه‌ وو په شان خپل تولیدات بازار ته وړاندي کړي.
ښاغلي قریشي دغه راز یادونه وکړه، چي په راتلونکو نژدې ورځو کي به په دې ولایت کي د هېواد په کچه د لاسي صنایعو یو دوه ورځنی نندارتون جوړ سي، چي د ۷ اقتصادي زونونو ښځینه سوداګري به پکښي ګډون وکړي.

هغه په دې برخه کي دولایتي ادارې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
مرستیال والي عبدالحنان منیب د خپلو خبرو پر مهال د ښځو سوداګریز مارکېټ جوړل د مېرمنو د اقتصادي ودي لپاره اړین ګام وباله او مننه یې وکړه، چي د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو د پیاوړتیا او بازارموندني لپاره هڅي کېږي.
د ښاغلي منیب په وینا، د مېرمنو لپاره د سوداګریز مارکېټ په جوړولو سره به مېرمنې د دې توان پیدا کړي، چي د خپلو لاسي صنایعو ډېره ګټه، چي اوس نورو ته رسېږي، هغوی خپله ترلاسه کړي.
د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب د ښځو سوداګریز مارکېټ جوړولو په برخه کي راغلي پلاوي ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcevp8zpjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته