دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۲
د مطلب کود : 196988
کندهارکي د روانو او تطبيق سوو پروژو ارزونه کوي
د کندهار د ولايتي شورا  په غونډه کي د شورا غړو په کندهار کي د روانو او تطبيق سوو پروژو اړوند اوږد بحث وکړ او يادونه يې وکړه، چي د دغه پروژو ارزونه او معلومات به کوي.
د شورا غړو دغه راز په کندهار کي د برېښنا له ناسم حالت څخه هم يادونه وکړه او غوښتنه يې وکړه، چي د لمريزي برېښنا چاري دي زياتي ګړندۍ سي.
د کندهار د ولايتي شورا غونډه چي د شورا د رئيس حاجي سيدجان خاکرېزوال په مشرۍ جوړه سوې وه، پرمهال يې، منشي او نژدې ټولو غړو برخه اخيستې وه.
د شورا په نننۍ غونډه کي په کندهار کي د دروانو او تطبيق سوو پروژو اړوند خبري وسوې، د شورا غړو يادونه وکړه، چي د دغه پروژو اړوند بايد له ولايتي ادارې سره همږغي وسي.

د ولايتي شورا غړی نعمت الله شېردلی وايي، په کندهار ښار کي د بيارغوني له روانو پروژو څخه بايد شورا باخبره وي او د دغه پروژو اړوند بايد ټول معلومات ولري.
د شورا د یکشنبې په غونډه کي دغه راز د کندهار د سولري برېښنا اړوند هم خبري وسوې، د شورا غړی حاجي نعمت الله خان شېردلی وايي، د سولري برېښنا چاري بايد ګړندۍ سي.
د ده په خبره، کندهار د کلونو کلونو راهيسي د منظمي برېښنا څخه بې برخي دئ، نوموړی يادونه کوي، چي د سولري برېښنا ترڅنګ دي د وارداتي برېښنا چاري هم ژر تر ژره پر خپل ټاکلي وخت پای ته ورسېږي.

د شورا غړو د هندي سېنما له لوري د لوی امپراطور احمدشابابا د پانيپت د جګړې اړوند پر جوړ سوي فلم هم بحث وکړ.
ددوی په خبره اندېښنه لري، چي په دغه فلم کي د ستر احمدشابابا سپکاوی نه وي سوی.
هغوی پر اړوند چارواکو باندي ږغ وکړ، چي ددغه فلم د خپرېدومخکي له هندي چارواکو وضاحت وغواړي او د خپرېدو مخه يې ونيسي.
دغه راز د شورا په غونډه کي د خلکو پر عرض پاڼو، حقوقي دعوو او يوشمېر نورو مسايلو هم بحث وسو او ټول د حل په موخه اړوند ارګانونو ته راجع کړل سوه.
https://avapress.com/vdcg739q7ak9yy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته