دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 196994
د نوماندانو شورا: ټاکنې باطلې دي او باید د ملي مشارکت حکومت جوړ شي
د ولسمشرۍ د نوماندانو شورا نن په یوه خبري ناسته کې د ملي مشارکت په نوم د حکومت د رامنځته کېدو طرحه او غوښتنه وړاندې کړه.
 په دې طرحه کې د سولې او ټاکنو روانې پروسې ناکامې بلل شوي او ویل شوي چې د یو مؤثر نظام د رامنځته کېدو لپاره دې ژر تر ژره د ملي مشارکت حکومت جوړ شي.
 د نوماندانو په دې طرحه کې راغلي چې د ټاکنو بحران ورځ تر بلې شدت مومي او باید چې دا بحران په ملي مشارکت هوار شي چې په کې په عادلانه ډول ټولو قومونو، قشرونو او لوریو ته ونډه ورسېږي.
د نوماندانو د شورا غړی احمدولي مسعود پهدې اړه وايي، په تېرو دوه لسیزو کې د اکثریت ډیموکراسي ناکامه وه او اوس اړتیا ده چې د تفاهم دیموکراسي رامنځته شي: (( په اکثریتي دیموکراسۍ کې قدرت انحصار شو، تبعیض او استبداد رامنځته شو او هېواد یې د سقوط خواته یووړ.))
  نوموړی ټینګار کوي چې د ملي مشارکت وړاندې کړې طرحه به یې ملي اجماع جوړه کړي او ټاکنیز بحران به مدیریت کړي: (( اوسني انتخابات باطر دي او ټاکنیزو کمېسیونونو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.))
 په همدې حال کې د ولسمشرۍ بل نوماند شهاب حکیمي هم وايي چې د ملي مشارکت د حکومت په راتلو سره به یو ځوابګویه حکومت راشي، چې د ده په وینا ټول هېوادوال به په کې ونډه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د همدې شورا ځینو  غړو د مؤقت، انتقالي او سولې په نوم د حکومتونو جوړولو غوښتنه کړې وه، خو د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دغو نوماندانو ته په اشاره ویلي چې د جمهوریت دوام یې سره کرښه ده او معترض نوماندان رایې نه لري.
https://avapress.com/vdcdn90foyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته