دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 196995
پاکستاني پوځ په ډير ظالمانه ډول بلوڅ ميرمنې نيولي
د هغو راپورنو له خپريدو وروسته چې د پاکستاني پوځ له لوري د بلوچستان ايالت په اوران بلوڅ ميشته سيمه کې علميات تر سره شول داسې ويل کيږي چې پاکستاني پوځ کوم څه پيدا نه کړو او له ځان سره يې ٤ بلوڅ ميرمنې يوړې.
د دې خبر په خپريدو په ټولينزو رسنيو کې خلکو تند غبرګون وښود، او دپاکستانې پوځ دا ناوړه کار يې د عامو او بې زوره خلکو په وړاندي يو ظلم او وحشت وباله د ټولنيزو رسينو کارونکو د پاکستان له پوځ څخه وغوښتل چې دا بلوڅ ميرمنې دې خوشي کړي.
د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو تيره يکشنبه رسنيو ته د دې ٤ بلوڅ ميرمنو نيول تاييدوي، خو ولې وايې چې دې ٤ بلوڅ ميرمنو د بلوڅ ازادي غوښتونکي غورځنګ سره لاس درلود ،نو ځکه يې پوځ ددوې په نيولو لاس پورې.
ضيا لانګو زياتوي چې دغه بلوڅ ميرمنې د وران سيمې د کميشنر په ولکه کې دي او د پاکستان د اساساسې قانون له مخې به چلند ورسره وشي.
د بلوچستان ايالت د کورنيو چارو وزير د ټولنيزو رسنيو د کارکوونکو په ځواب کې وويل چې دا عادي ميرمنې نه وي بلکې دې ميرمنو د بلوڅ ازادی غوښتونکي غورځنګ سره لاس درلود او د نيول کيدو په وخت يو کلاشنکوف هم ورسره نيول شوی.
ښاغلي ضيا لانګو په ازادي غوښتونکو بلوڅو غږ وکړ چې رادې شې د پاکستان اساسي قانون دې ومنې او په ارامه دې ژوند وکړي ده خبرداری ورکړ چې که بلوڅ ازادي غوښتونکی له خپلې غوښتونې وانه وړې دوی به يې په وړاندي سخت عمليات شروع کړي.
بل خوا د بلوچستان ايالت مرکز کوټې اوسيدونکی عبدالنافې ترين وايې چې(( د پاکستانې پوځ لپاره دا يو شرم دی چې بې ګناه ښځې نبسې، دی زياتوي چې پاکستانې پوځ خو پر پښتنو او بلوڅو هر ډول ظلمونه وکړو خو اوس يې د هغوی په عزت او ناموس پسې هم را اخيستې ده))
په پاکستان کې د ښځو د حقوقو لپاره کارکوونکي(وومن ډيموکريټک فرنټ) په يوه خپره کړي اعلاميه کې د پاکستاني پوځ له لوري د دې بلوڅ ميرمنو نيول غندلي او د پاکستاني پوځ دا ډول کړنې يې يو ظلم او ناروا کار بللی دی.
په اعلاميه کې راغلي چې بې بې سکينه، سيد بې بې ، نازل ، او حيمده بې ګناه دي بايد ژر تر ژره خوشي شي.
اعلاميه زياتوي چې په پاکستان کې په تيره يوه لسیزه کې تر ټولو زيات زيان بلوڅ ميرمنو ليدلی.
تيره يکشنه د کوټې پريس کلب کې د ”بلوڅ هيومن رايټس ارګنايزيشن“ د مشري بې بې ګل لخوا په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د پاکستاني پوځ د ظلم يادونه وشوه اوددې ٤ ميرمنو په ګډون د زرګونو نورو بلوڅ ميرنو د خوشي کيدا خوښتنه وکړه چې د پاکستاني پوځ له لوري نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د پاکستانې پوځ له لوري په بلوڅو او پښتنو ډير ظلمونه کيږي او په زرګونو بلوڅ ،پښتانه ځوانان او ميرمنې تښتول شوي چې مړی او ژوند يې معلوم نه دی.
https://avapress.com/vdceop8znjh8ooi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته