دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 197008
ولسي جرګه کې نن د ولسمشر د استیضاح او استجواب په اړه بحثونه شوي دي
د ولسي جرګې ځینو غړو د ۱۳۹۷ مالي کال د قطعیې (د دولتي مصارفو د حساب) په اړه د ولسمشر د استجوابولو غوښتنه کړې ده. ولسي جرګې چې نن یې د ۹۷ کال د قطعیې په اړه د ماليې سرپرست وزیر او د ارګ د تفتیش عالي ادارې رئیس ورغوښتي وو، دواړه مشران ورته نه دي حاضر شوي او خپل مرستیالان یې ور استولي دي، خو ولسي جرګ نه دي منلي.

  د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماي له دې کبله د مالیې پر سرپرست وزیر نیوکه کړې چې تر دې پخوا به له وزیرانو سره په جیب کې دویم پاسپورټ پروت و، خو په وینا یې چې ځینو یې خارج ته د فوري تګ لپاره د الوتکې ټکټ هم په جیب کې ساتلی وي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې د مالي کمېسیون مشر عظیم محسني وايي، ولسمشر په ۹۷ کال کې ۳۰۰ میلیونه افغانۍ د دولت له خزانې مصرف کړي دي او په دې اړه باید حساب ورکړل شي.
په همدې تړاو د ښاغلي محسني تر څنګ ګڼو وکیلانو چې د شمالي ایتلاف ګڼل کېږي په غونډه کې د ولسمشر د استجواب غوښتنه کړې خو ځینو وکیلانو یې بیا مخالفت کړی دی.
ښاغلي رحیم علي یار ویلي، د اساسي قانون د ۶۹مې مادې په اساس ولسمشر یوازې د ملي خیانت، جنګي جرمونو په ترسره کولو په صورت کې استیضاح کېدای شي او نور وکیلان حق نه لري چې ولسمشر وغواړي.
 د ولسي جرګې بل غړي ګل احمد کمین ههم دا خبره رد کړې او زیاته کړې یې ده لا شرایط دې حالت ته نه دي رسېدلي چې ولسمشر استیضاح شي.
 خو علي اکبر قاسمي او رمضان بشر دوست بیا په بودیجه کې د ۶ میلیارده افغانیو تعدیل له کبله په ارګ نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې اجرائیه رياست او ارګ دواړه باید په دې اړه وپوښتل شي.
 د نننۍ ورځې په پای کې بیا د میررحمان رحماني لخوا ماليې وزارت ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شو چې سرپرست یې باید عمومي مجلس ته حاضر شي او وکیلانو ته قناعت ورکړي.
 په ولسي جرګه کې د ولسمشر د استجواب او استیضاح غږونه په داسې حال کې پورته شوي دي چې نویو وکیلانو له کار پیلولو وروسته تر اوسه له ۱۲۰ ور استول شویو قوانینو او تقنیني فرمانونو څخه یوازې په څو هغو باندې بحثونه کړي او تصویب کړي یې دي.
https://avapress.com/vdcaw0n6a49now1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته