کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برېښنا د انرژۍ برابرول، د سړک جوړولو پراختیا او د داعش ماته، د جوزجان، بادغیس او بغلان د والیانو اساسي لاسته راوړنې دي

11 قوس 1398 ساعت 18:10


د بادغیس، جوزجان او بغلان والیانو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رییس، محمد اشرف غني سره؛ د خپلو لیدنو او خبرو جزییات د دوشنبې په ورځ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال بیان کړل. د بادغیس والي، عبدالغفور ملکزي، د دغه ولایت امنیتي وضعیت ښه وباله او ویې ویل له پنځه میاشتو راهیسې د یاد ولایت امنیت ښه شوی دی.
هغه دغه راز وویل چې له دې وړاندې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې د دښمن د ځپلو په موخه پراخ عملیات تر سره شوي چې طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. د بادغیس والي ټینګار وکړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به په بالامرغاب ولسوالۍ کې د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په موخه پراخ چاڼیز عملیات پیل شي.
هغه د بادغیس ولایت په ساحه کې د حلقوي سړک د جوړولو په چارو کې ۴۶ سلنه پرمختګ ته په اشارې سره، وویل چې د دغه سړک د جوړولو چارې د یاد ولایت په آب کمري ولسوالۍ کې بشپړې شوې دي.
ملکزي وویل چې اوسمهال د ترکمنستان وارداتي برېښنا، شاوخوا ۶۰ زره کورونو ته برېښنا برابره کړې ده او نورو سیمو ته د برېښنا د مزیو غځول دوام لري. نوموړي دغه راز وویل چې په قلعه نو کې د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو لپاره د قادر آباد بند د جوړولو چارو ۳۰ سلنه پرمختګ کړی او له یادې سرچینې څخه د اوبو د وېشلو په موخه د شبکو د جوړولو چارې روانې دي.
د بادغیس والي وویل چې په دغه ولایت کې د ۱۰۲ ښوونځیو ودانۍ بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د ۵۸ نورو ښوونځيو د ودانیو د جوړولو چارې دوام لري.
د جوزجان والي، مولوي لطف الله عزیزي، د داعش له شتون څخه د یاد ولایت بشپړ پاکېدل په امنیتي برخه کې د اساسي لاسته راوړنې په توګه یاد کړ او ویې ویل چې اوسمهال یو نفر هم د داعش په نوم په دغه ولایت کې فعالیت نلري. هغه وویل چې ژر تر ژره به د لومړۍ درجې لویې لارې او د هغو ولسوالیو د امنیت خوندي کولو په موخه؛ پراخ عملیات پیل شي، چې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
همدارنګه عزیزي په دغه ولایت کې له اوبلن ګاز څخه د برېښنا د تولید پروژې له پرانیستنې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، دغه پروژه چې کابو یوه اوونۍ وړاندې یې فعالیت پیل کړ، ۴۲ میګاواټه برېښنا تولید کړې ده.
هغه زیاته کړه چې د شبرغان له اوبلن ګاز څخه د برېښنا د تولید پروژه په دوهم او درېیم پړاو کې تر ۲۰۰ میګاواټه پورې د برېښنا د تولید وړتیا لري. د جوزجان والي د شبرغان، خوش تېپې او درزاب ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي ۱۳۰ کیلومتره سړک څخه د ۴۰ کیلومتره سفالټ کېدل، د هغو سیمو خلکو ته د اسانتیا برابرولو او سړک جوړولو په چارو کې د یوې بلې لاسته راوړنې په توګه یاد کړ.
په ورته وخت کې د بغلان ولایت سرپرست، عبدالقیوم نیازي، په دغه ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کېدو په اړه خبرې وکړې او زیاته کړه، د دغه ولایت یو شمېر سیمې چې ډېر وخت د طالبانو په کنټرول کې وې، اوس د دغې ډلې له ولکې وتلې دي.
نوموړي په ډنډ غوري، ډنډ شهاب الدین او کېلګي سیمو کې امنیت ښه وباله او ویې ویل چې د بغلان- کندز او بغلان – مزار شریف د لویې لارې امنیت خوندي دی.
نیازي وویل چې په روان کال کې ۱۸ ټولګټې پروژې په بغلان ولایت کې بشپړې شوې او ۳۵ نورې تر کار لاندې دي.
نوموړي دغه راز وویل چې په بغلان ولایت کې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې د پلي کېدو زمینه برابره شوې ده او نېږدې ورځو کې به دغه برېښنا د ارغندي چوک پر لور ولېږدول شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس، محمد اشرف غني، له والیانو سره د لیدنې په لړ کې، د شنبې په ورځ د بادغیس له والي، عبدالغفور ملکزي او تېره ورځ هم د جوزجان له والي لطف الله عزیزي او د بغلان ولایت له سرپرست، عبدالقیوم نیازي سره په جلا جلا توګه کتلي دي. جمهور رییس د والیانو له کړنو څخه د مننې ترڅنګ، والیانو ته د یادو ولایتونو لپاره د اقتصادي او پراختیایي لیدلوری په اړه څرګندونې وکړې او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د ولایتونو د عایداتي سرچینو پر پراختیا او د خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي، تمرکز وکړي. ###


د مطلب کود: 197011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/197011/د-برېښنا-انرژۍ-برابرول-سړک-جوړولو-پراختیا-او-داعش-ماته-جوزجان-بادغیس-بغلان-والیانو-اساسي-لاسته-راوړنې-دي

آوا
  https://www.avapress.com